د شمال سیندیزې حوزې عمومي ریاست تخنیکي غونډه ترسره شوه

MEW-Media
Sun, Apr 17 2022 9:32 AM
28/1/1401

 

د شمال سیندیزې حوزې عمومي ریاست په دفتر کې د یاد ریاست تخنیکي غونډه د ټولو آمرینو او یو شمېر تخنیکي کارکوونکو  په ګډون جوړه شوه.

د غونډې په پيل کی د شمال سیندیزې حوزې عمومي رئیس ښاغلي مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت د غونډې ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او ټولو آمرینو ته د چارو پرچټکتیا او زیرکتیا سره په ترسره کولو باندې ټینګار وکړ او  زیاته یې کړه چې خپلې حاضري ته پابند پاتې شي او سلسله مراتب مراعات کړئ.

په دغه ناسته کې، د دې ریاست ټولو آمرینو د وري د میاشتې کاري راپور د ریاست مقام ته وړاندې کړ او همدارنګه خپلې ستونزې یې له رئیس سره شریکې کړې.

د شمال سیندیزې حوزې رئيس د آمرینو د کاري راپور تر آورېدلو وروسته، د چار د ښه پرمخ وړلو لپاره لازم هدایات ورکړل.

 

User account menu