د لغمان سیندیزې حوزې رئیس د قومي مشرانو سره د وچکالۍ او د اوبو د کمښت په موخه مشورتي ناسته ترسره کړه
د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس ښاغلی مولوي شیرجان راشدي او ور سره د اوبو د تنظیم آمر د لغمان مرکز مختلفو قومي مشرانو لکه د مذکوری کانال د انجمن مدیره هئیت، چپرا ، علیشنګ ، پاچا خیل ، مذکوره ، کتب زائي ، قلعچه او خرمه پل د کلیو قومي مشرانو او متنفیذینو ترمنځ د وچ کالۍ او د اوبو قیلت باندې تفصیلي بحث تر سره کړ تر څو راتلونکی لپاره احتمالي اوبو پر سر منازعو او خطراتو مخنوي وشي.
په یاد مجلس کې د لغمان سینديزې فرعي حوزې ریاست رهبري ولسونو ته سپارښتنه وکړه چې پخپلو ساحو او کروندو کې هغه نباتات وکرې چې لږ اوبو ته اړتیا ولري تر څو ټولو ځمکو ته اوبه ورسيږي.
