د افغانستان برېښنا شرکت د مدیره پلاوي دریمه ناسته ترسره شوه
دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور تر ریاست لاندې د افغانستان برېښنا شرکت د مدیره پلاوي د ټولو غړو په شتون کې د اوبو او انرژي وزارت د غونډو په تالار کې تر سره شوه.
په دغه ناسته کې، د افغانستان برېښنا شرکت د اساسنامې د تعدیل په هکله بحث او دنظر تبادله وشوه.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور د مدیره پلاوي د ټولو غړو څخه و غوښتل، چې د اساسنامې پر تعدیل باندې کار و کړي او د تعدیل وړ موادو د تشخیص وروسته خپل راپور دې د رهبري مقام او د افغانستان اسلامي امارت رهبري ته وړاندې کړي.
