Afghan Wind generation Power شرکت د CNNC چینایي شرکت په ملتیا په افغانستان کې د انرژي په برخه کې پانګونه کوي

mew-admin
Mon, May 16 2022 3:03 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله" عارف" نن د غرمي مخکي د خپل کار په دفتر کې د Afghan Wind generation Power شرکت له استازي ښاغلي راشدخان سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د یاد شرکت استازي په  هیواد کې د انرژي د تولید په برخه کې د پانګونې لیوالیتا څرګنده کړه. هغه زیاته کړه، چې د CNNC چینایي شرکت په ملتیا په هیواد کې د ۴۵۰ میګاواټه انرژي د تولید په برخه کې پانګونه کوي.

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي مولوي عارف الله" عارف" د یاد شرکت له پانګونې څخه د انرژي د تولید په برخه کې هرکلی و کړ او زیاته یې کړه" اوس هغه وخت را رسیدلی چې د هیواد د آبادۍ په برخه کې ټول سره په ګډه کار و کړو او مونږ ټولو کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته بلنه ورکوو چې راشي د انرژي د تولید په برخه کې پانګونه وکړې او مونږ دوی ته د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو او د هر راز همکاري ژمنه کوو."

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین د یاد شرکت له استازي سره په لیدنه کې زیاته کړه، چې په دې وروستیو کې ډیر کورني او بهرني شرکتونه له دوی سره په لیدنه کې د پانګونې لیوالتیا د انرژي د تولید په برخه کې څرګنده کړې او مونږ ټولو ته د پانګونې لپاره د زمیني برابرولو او د همکاري ډاډ ورکړی دی.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu