دانرژي معینیت اونيزه غونډه تر سره شوه .

mew-admin
Sun, May 29 2022 4:17 PM
1

دغه غونډه د اوبو او انرژي وزارت د انرژي  معین محترم مولوی عارف الله عارف په مشري او د انرژي سکتور د ټولو رئیسانو او یو شمېر تخنیکي مسئوولینو په حضور کې تر سره شوه.

د غونډې په پیل کې رئیسانو او مسئوولینو  د تېرې غونډې د پرېکړې د عملي کولو په موخه د خپلو فعالیتونو راپور وړاندې کړ او د خپلو کړنو په اړه یې هر اړخیز معلومات ورکړل.

له غونډې وروسته د بېلابېلو اداري او تخنیکي مسایلو په ځانګړي ډول د انرژي د قوانینو، مقرراتو او طرزالعملونو د بیا کتنې په اړه لازم تصمیمونه ونیول شول.

د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین په غونډه کې د اړوند موضوعاتو له هر اړخیزې ارزونې وروسته د یادو موضوعاتو د ښه او پر وخت تطبیق په موخه لازمې پرېکړې وکړې او اړوندو مسئوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.

User account menu