د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د کمال خان بند څخه لیدنه وکړه

MEW-Media
Wed, Jul 27 2022 11:07 PM
1

د ا.ا.ا داوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبد اللطیف "منصور" او ورسره پلاوي، په داسې حال کې چې د نیمروز سېندیزې حوزې رئیس، سید محمد ولي "اغا" هم حضور درلود، د کمال خان بند څخه لیدنه وکړه.

د لیدنې پر مهال د نیمروز ولایت د سېندیزې حوزې رئیس د کمال خان بند په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي ملا عبداللطيف "منصور" د معلوماتو له اورېدو وروسته وويل، چې د کمال خان بند د پاتې کارونو بشپړول د دې وزارت د رهبرۍ له لومړيتوبونو څخه دي او هڅه به وکړل سي، چې د کمال خان بند پاتې چارې هم ژر تر ژره پيل شي.

د اوبو او انرژي وزیر دغه سفر په داسې حال کې نیمروز ولایت ته وکړ، چې تېره اونۍ د افغانستان کابینې د څو بندونو د ارزونې کمېټې ته لارښوونه وکړه، چې له بندونو څخه څارنه وکړي او خپل راپور بشپړ کړي.

د کمال خان بند د هېواد له مهمو او حیاتي بندونو څخه دی، چې د زرنج ښار په ۹۵ کیلومترۍ کې د دغه ولایت په چهاربرجک په ولسوالۍ کې موقعیت لري.

او همدا راز یاد بند ۱۷۴ زره هکتاره ځمکه خړوبوي.

Latest news

Tue, Jul 21 2026 4:26 PM
Background image

Minister of Water and Energy Inspects Progress of Timur Canal Works in Kandahar Province

Date: 30/04/1405 (Solar Hijri) — 06/02/1448 (Lunar Hijri)

The Honorable Minister of Water and Energy, Hajj Mullah Muhammad Yunus Akhunzada, during his official visit to Kandahar. . .

Mon, Jul 20 2026 7:41 PM
Background image

Construction work on a major bridge between the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province has begun.

29/4/1405 (Solar Hijri) | 5/2/1448 (Lunar Hijri)

The construction of a large bridge connecting the Panjwai and Zhari districts of Kandahar Province was inaugurated by the Minister of. . .

BACK TO NEWS

User account menu