ارزګان ولایت کې د نهر کربلايي کانال د استنادي دیوال چارې ۹۶ سلنه بشپړې شوې دي
د ارزګان ولایت چوري ولسوالي کې د کربلایي کانال د استنادي دیوال ۹۶ سلنه چارې بشپړې شوې دي.
د یادې پروژې چارې د WFP سازمان په مالي لګښت د ADA موسسې له خوا د ترینکوټ سیندیزې فرعي حوزې ریاست تر چتر لاندې په چټکي سره رواني دي او پاته چارې به یې هم په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.
