د ننګرهار سیندیزې حوزې مسؤلینو د IOM  موسسې له مسؤلینو سره په یاد ولایت کې د څو پروژو د چارو د پيل په موخه د همغږي ناسته ترسره کړه

mew-admin
Thu, Aug 25 2022 9:20 AM
1

د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي سید فضل احد هاشمي د IOM موسسې له مسؤل ښاغلي محمد خالد ثاقب سره په یاد ولایت کې د بهسود ولسوالي د سراچي پله د چارو د پیل ترڅنګ په یادې ولسوالي کې د ۱۲۵۰ متره بولدروال جوړولو، د یادې ولسوالي د کاریز کبیر کلي د سربند جوړولو او په سرخرود ولسوالي کې د میرزایانو کلي د سربند او استنادي دیوال د چارو د پيل په موخه د همغږي ناسته ترسره کړه.

د یادې موسسې مسؤلینو په دې ناستې کې د یادو پروژو د چارو د پیل څخه په نږدې راتلونکي کې خبر ورکړ.

User account menu