د ننګرهار سیندیزې حوزې مسؤلینو د IOM موسسې له مسؤلینو سره په یاد ولایت کې د څو پروژو د چارو د پيل په موخه د همغږي ناسته ترسره کړه
د ننګرهار سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي سید فضل احد هاشمي د IOM موسسې له مسؤل ښاغلي محمد خالد ثاقب سره په یاد ولایت کې د بهسود ولسوالي د سراچي پله د چارو د پیل ترڅنګ په یادې ولسوالي کې د ۱۲۵۰ متره بولدروال جوړولو، د یادې ولسوالي د کاریز کبیر کلي د سربند جوړولو او په سرخرود ولسوالي کې د میرزایانو کلي د سربند او استنادي دیوال د چارو د پيل په موخه د همغږي ناسته ترسره کړه.
د یادې موسسې مسؤلینو په دې ناستې کې د یادو پروژو د چارو د پیل څخه په نږدې راتلونکي کې خبر ورکړ.
