د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د بدخشان ولایت د شورابک د برېښنا بند څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Sun, Sep 25 2022 4:23 PM
1

د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین ښاغلي انجنیر مجیب الرحمن عمر آخندزاده د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې په داسې حال کې چې د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئيس ښاغلي انجنیر رفیع الله مجتبی یې ملتیا کوله د بدخشان ولایت د شورابک د برېښنا بند څخه لیدنه ترسره کړه او مسؤلین ته یې د بند د ساتنې په برخه کې لازم هدایات ورکړل.

د بدخشان ولایت د شورابک د برېښنا بند د درې توربینو په په درلودلو سره د ۵/۷ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري .

User account menu