د هېواد د سترو قراردادونو د څېړلو د رهبري پلاوي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Sun, Oct 16 2022 3:50 PM
1

د هېواد د سترو قراردادونو د څېړنې په موخه د تېرو ناستو په دوام کې، دا ناسته د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، د کلیو پراختیا وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا محمد یونس آخندزاده، د اقتصاد، مالیې، ټولګټو وزارتونو د معینانو او  د ملي تدارکاتو  د استازي په ګډون ترسره شوه.

په یاده ناسته کې، د افغانستان برېښنا شرکت یو شمېر ستر قراردادونه تر څېړنې او مطالعې لاندې ونیول شول او یاد پلاوي د هغوی په اړه بحث او د نظر تبادله وکړه.

د یادولو وړ ده، چې یاد پلاوی د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د۱۷ ګڼې مصوبي د څلورم بند پر بنسټ  موظف شوی دی، چې ټول ستر قراردادونه تر څېړنې لاندې ونیسي او تر بشپړې څېړنې وروسته د خپلو راپورونو پایلې له کابینې سره شریکې کړي.

یاد پلاوي له هغه وخت تر اوسه پورې د هېواد یو شمېر ستر قراردادونه  تر مطالعې او ارزونې لاندې نیولي او همدارنګه د لسګونو پروژو وضعیت یې له نږدې څخه څېړلی دی.

User account menu