د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئیس د سولې رېښې مؤسسې له ولايتي مسؤل سره د همغږي ناسته ترسره کړه
د پکتيا سينديزې فرعي حوزې رئیس ښاغلي مولوي محمد کریم فاتح د سولې رېښې مؤسسې له ولايتي مسؤل ښاغلي انجنير عبدالرحمن رحمتي او مل پلاوي سره د چارو د غوره ترسره کولو په پار د همغږي غونډه وکړه.
په ياده غونډه کې ښاغلي رحمتي پر خپلو پروګرامونو رڼا واچوله، د اوبو په برخه کې يې د پراختيايي پروژو پر پلي کولو خبرې اترې وکړې او په ياده برخه کې يې د همکاري او همغږي غوښتنه وکړه.
ښاغلي فاتح د اوبو په برخه کې د پراختيايي پروګرامونو پر اړتياوو خبرې وکړې. نوموړي مسؤلینو ته د همکاري ډاډ ورکړ او د پراختيايي پروژو په غوره ډول پلي کولو سپارښتنه يې ورته وکړه.
