د اوبو او انرژي وزارت دوې ټولګټې پروژې د دیرش(۳۰) میلیونه آمریکايي ډالرو په ارزښت د داوطلبي اعلان ته وسپارل شوې
په پکتیکا ولایت کې د ۱۰ میګاواټه په وړتیا د لمریزې برېښنا پروژه او د جوزجان ولایت په خماب او قرقین ولسوالیو کې د برېښنا رسونې پروژه د اوبو او انرژي وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور، د وزارت د معینانو، سلاکارانو، رئيسانو، د اوبو او انرژي وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت د مسؤلینو او ګڼ شمېر ملي رسنیو په شتون کې اعلان ته و سپارل شوې.
د یادو پروژو د مطبوعاتي اعلان کنفرانس د اوبو او انرژي وزارت د دفتر عمومي رئيس ښاغلي قاري محمد عبدالعزیز عزیز له خوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شو ، وروسته د وزارت د اطلاعاتو او نشراتو د رئيس ښاغلي غلام جیلاني حق پرست له خوا د ګډونوالو د معلوماتو په پار لنډه مقدمه وړاندې شوه.
د اوبو او انرژي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا عبداللطیف منصور په دې کنفرانس کې د وزارت د کړنو په هکله د پانګونې د جلب او جذب برخې ته اشاره وکړه او ویې ویل چې: " د اوبو او انرژي وزارت د انرژي د تولید او د اوبو د مدیریت په برخه کې له طبیعي سرچینو څخه د غوره ګټې اخیستنې په پار مشخص پلان چمتو کړی او د دې پلان سره سم د دې وزارت په پروژو کې د پانګونې زمینه د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره چمتو کوي. "
په ورته مهال، د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین ښاغلي ملا محمد عیسی ثاني او د وزارت د مقام سلاکار ښاغلي ډاکټر فاروق اعظم د انرژي د پروژو په برخه کې په ځانګړې توګه د چک وردګ برېښنا بند د پروژې په هکله اړین معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په دوام کې، د انرژي خدمتونو د تنظیم عمومي رئيس ښاغلي ډاکټر محمد عابد انورزي او د انرژي د برنامو رئيس ښاغلي انجنیر فرهاد محمودي د اعلان شویو پروژو په هکله معلومات وړاندې کړل او د خبریالانو پوښتنو ته یې اړین ځوابونه ورکړل.
باید یادونه وکړو، چې یادې دوې پروژې د عامه او خصوصي مشارکت په صورت کې د آزادي سیالي له لارې د داوطلبي اعلان ته سپارل شوي دي، چې د جوزجان ولایت په خماب او قرقین ولسواليو کې د برېښنا رسونې پروژه د ۲۰ میلیونه آمریکایي ډالرو په ارزښت او په پکتیکا ولایت کې د لمریزې برېښنا یوه پروژه د ۱۰ میګاواټه په وړتیا د ۱۰ میلیونه آمریکایي ډالرو په ارزښت شاملې دي.
د پکتیکا ولایت لمریزه برېښنا پروژه په څلورو فازونو کې پلي کېږي چې د یادې پروژې لومړی فاز د 2.5 میګاواټه لمریزې برېښنا په وړتیا ده او ارزښت یې ۳ میلیونه آمریکايي ډالرو ته رسېږي.
