د لاندني هلمند سیندیزې فرعي حوزې رئيس د اوبو د ګټې اخیستونکي ټولنې له غړو سره وکتل

mew-admin
Wed, Jan 25 2023 4:47 PM
1

د لاندني هلمند سیندیزې فرعي حوزې رئیس ښاغلي مولوي سید محمد ولي آغا د اوبو د ګټې اخیستونکي ټولنې له غړو سره وکتل او زرنج ښار ته د کمال خان له بند څخه د اوبو رسولو د څرنګوالي  په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.

د یادې سیندیزې فرعي حوزې رئيس وویل چې له کمال خان بند څخه زرنج ښار ته د اوبو رسولو په موخه د کانال یوه  برخه تحکیم کاري ته اړتیا لري او د اوبو د ګټې اخیستونکي ټولنې غړو ژمنه وکړه چې د تحکیم کاري مصارف ورکوي.

ټاکل شوې ده چې د یادې ساحې تحکیم کاري د یاد ریاست تر څارنې لاندې ډېر ژر پيل شي.

User account menu