د ښکتني هلمند سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي سلاکار د نیمروز ولایت له کروندګرو سره وکتل

mew-admin
Sun, Feb 05 2023 11:28 AM
1

د ښکتني هلمند سیندیزې فرعي حوزې ریاست تخنیکي سلاکار منصور عمري د نیمروز ولایت له کروندګرو سره وکتل او په یاد ولایت کې یې د کروندګرو د ستونزو په هکله بحث او د نظر تبادله وکړه.

په یاده لېدنه کې د نیمروز ولایت د کروندګرو د ستونزو د حل په موخه د ښکتني هلمند سیندیزې فرعي حوزې او د یاد ولایت د کروندګرو ګډ ټیم جوړ شو ترڅو د کمال خان بند د کاسې څخه د کروندګرو د اړتیا وړ اوبو چمتو کول وڅېړي.

User account menu