په پکتیا ولایت کې د بازي خیلو سربند او کانال پروژې چارې د څه باندې ۹۱ زره آمریکایي ډالرو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

MEW-Media
Tue, May 09 2023 5:42 PM
1

یاده پروژه د یو نوي زره، پنځه سوه نولس اعشاریه دوه دېرش (۹۱۵۱۹.۳۲) آمریکایي ډالرو په ارزښت د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محمد کریم فاتح، د اړیکو دفتر همکارې موسسې ولایتي مسئول محترم انجنیر شریف الله ایوبي، د جاني خیلو ولسوال  او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په ګډون ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دې پروژې د ګټي اخیستنې په مراسمو کې ښاغلي فاتح له ټولو کورنیو او نړیوالو بسټونو څخه د اوبو د مدیریت په برخه کې د همکاري غوښتنه وکړه او د پروژو د پلې کولو په برخه کې یې پر انډول ساتلو باندې ټینګار وکړ.

په ورته مهال، د اړیکو دفتر همکارې موسسې ولایتي مسؤل د یادې پروژې په هکله بشپړ معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل. هغه وویل چې دغه سربند د ۱۷ مترو په اوږدوالي، ۱۱.۷ مترو په پلنوالي او د ۴ مترو په ژوروالي سره جوړ شوی او د سربند د لا ټینګښت په موخه تحکمیاتي دیوالونه هم جوړ شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې یاد سربند او کانال د ۴۰۰ جریبه ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او ۱۷۰۰ کورنۍ ورڅخه ګټه پورته کوي.

یاده پروژه د سویس پراختیایي همکاریو ادارې په مالي ملاتړ د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پلې شوه.

User account menu