د اوبو او انرژي وزارت د داخلي پلټنې رئيس د پنج آمو عمومي سیندیزې حوزې څخه لیدنه وکړه
د اوبو او انرژي وزارت د داخلي پلټنې رئيس محترم مولوي عزیزالله سهار او ورسره مل تخنیکي ټیم د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې څخه لیدنه وکړه.
د وزارت د داخلي پلټنې رئيس د خپل سفر موخه د یادې حوزې له عمومي رئيس او کارمندانو سره شریکه کړه او د پلټنې د صلاحیتونو او مسؤلیتونو په هکله یې خبرې وکړې.
په ورته مهال، د نوموړي حوزې کارمندانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د وزارت د داخلي پلټنې له رئيس سره شریک کړل.
ښاغلي مولوي سهار د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې له کارمندانو سره د دوی ستونزو ته د رسیدګي په برخه کې د همکاري ژمنه وکړه.
