د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس د اړیکو دفتر همکارې موسسې له مسؤلینو سره وکتل

MEW-Media
Sat, Jul 15 2023 10:19 AM
1

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي محمد کریم فاتح د اړیکو دفتر د همکارې موسسې له مسؤل ښاغلي ډرک آر فرانس او ولایتي مسؤل محترم انجنیر شریف الله ایوبي سره وکتل.

په دغه ناسته کې د ټولنیزې پرمختیا او پایښت لرونکي معیشت پروګرام د ارزونې او پراختیا په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

ښاغلي فاتح په دغه ناسته کې،  د نوموړې موسسې کړنې وستایلې او د دوی له دوامدارې همغږي او همکاري څخه یې خوښي څرګنده کړه. نوموړي د ټولنیزې پرمختیا او پایښت لرونکي معیشت پروګرام د اوبو د مدیریت په برخه کې خورا اغېزمن او ګټور و باله.

په ورته مهال، ښاغلي فرانس د نوموړي پروګرام د پراختیا ډاډ ورکړ.

User account menu