د یکاولنګ فانوس ریخته سنګ برېښنا رسونې خدمتونو شرکت ته د ۲۰۰ کیلوواټه اوبیزې برېښنا (هایدروپاور) د تولید او وېش جواز ورکړل شو

mew-admin
Mon, Aug 21 2023 3:44 PM
1

دغه جواز د اوبو او انرژي وزارت د برېښنا د حقوقي مارکیټ رئيس محترم مولوي نورالله حکمت له لوري د نوموړي شرکت مسؤل ته ورکړل شو.

ښاغلي مولوي حکمت د دغه جواز د ورکړي پر مهال د برېښنا مارکیټ جوړول او قانوني کول د اوبو او انرژي وزارت له کاري څانګو څخه یوه څانګه وبلله او د نوموړي شرکت پر مسؤل باندې یې ټینګار وکړ، چې خپل خدمتونه له قانون، کړنلارو او سټنډردونو سره سم وړاندې کړي، ترڅو له مالي او ځاني زیانونو څخه مخنیوی وشي.

د یادونې وړ ده، چې له دغه جواز سره سم نوموړی شرکت کولای شي چې د بامیانو ولایت په یکاولنګ ولسوالي کې فعالیت وکړي او د ۴۰۰ استوګنیزو مشترکینو، ۳۰۰ سوداګریزو مشترکینو او د ۵۰ صنعتي مشترکینو لپاره د برېښنا د برابرولو زمینه چمتو کړي.

User account menu