په پکتیکا ولایت کې د دوه ویشت زره او پنځه سوه(22500) امریکایې ډالرو په ارزښت 15 پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د پکتیکا ولایت په زیړوک ولسوالي کې د دوه ویشت زره او پنځه سوه(22500) امریکایې ډالرو په ارزښت 15 پروژې چې پکې د استنادي دېوالونو، چکډمونو او ترینچونو جوړول او د څلور کیلومتره په اوږدوالي د کانالونو پاک کاري شاملې دي ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادونې وړ ده، چې نوموړې پروژې د ان، اې، سي مؤسسې په مالي ملاتړ پلي شوې دي، چې په نوموړې ولسوالي کې به سلګونه هکتاره کرنیزې ځمکې د سیلابونو له خطراتو څخه خوندي او د ځمکي لاندې اوبو کچه لوړه شي.