د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې کارمندانو ته څلور ورځنی روزنیز سمینار پيل شو
د غه سمینار چې د اوبو او انرژي وزارت د همغږي آمر انجنیر محمد نسیم حقمل او ورسره مل پلاوي له خوا د پنج آمو سیندیزې عمومي حوزې کارمندانو ته وړاندې کېږي، د نوموړې حوزې د عمومي رئيس محترم مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت او د یاد ریاست د کارمندانو په ګډون پیل شو.
د پنج آمو سنیدیزې عمومي حوزې رئيس د دغه سمینار له ټولو ګډونوالو څخه و غوښتل، چې ورڅخه سمه ګټه پورته کړي
