د اف اې او سازمان مسؤلینو په زابل ولایت کې د نوي چکډمونو، استنادي دیوالونو او کانالونو د جوړولو ژمنه وکړه
د ترنک قلات سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي عبدالکریم ذوالفقار د اف اې او سازمان د سهیلي زون له مسؤلینو سره وکتل او په ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې یې په زابل ولایت کې د نوي چکډمونو، استنادي دیوالونو او کانالونو د جوړولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وکړه.
په دغه لیدنه کې، د نوموړي سازمان مسؤلینو په نوي زیږدیز کال کې د زابل ولایت په لرې پرتو سیمو کې د نوي چکډمونو، استنادي دیوالونو او کانالونو د جوړولو ژمنه وکړه.
په ورته مهال، ښاغلي ذوالفقار هم د نوموړي ولایت په لرې پرتو سیمو کې د پراختیایي پروژو په پلي کولو باندې ټینګار وکړ او د هر راز همکاري ژمنه یې وکړه.
د یادونې وړ ده، چې په زابل ولایت کې د اف اې او سازمان له خوا د درې سوه او درې څلوېښت زره (۳۴۳۰۰۰)آمریکايي ډالرو په ارزښت د څو پروژو کار دوام لري.