په لغمان ولایت کې د دوو پروژو د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

mew-admin
Wed, Aug 30 2023 2:09 PM
1

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې تخنیکي ټیم د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالي کې د شکرمان کانال د بیارغونې پروژې او د اسلام آباد محافظوي دیوال پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د کیفیت د ښه والي په هکله اړین هدایات ورکړل.

د نوموړو پروژو چارې د دوه سوه او اته نوې زره (۲۹۸۰۰۰) آمریکايي ډالرو په ارزښت  د اف اې او موسسې په مالي ملاتړ  د عثمان رحیمي ودانیز شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي.

User account menu