د شمال سیندیزې عمومي حوزې د کارمندانو د وړتیا لوړولو په موخه روزنیز ورکشاپ په لاره اچول شوی

mew-admin
Sun, Sep 03 2023 2:26 PM
1

د غه ورکشاپ د اوبو او انرژي وزارت د رهبري د حکم پر بنسټ د شمال سیندیزې عمومي حوزې رئيس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی او د بلخ سیندیزې فرعي حوزې رئيس محترم مولوي موسی جان حقبین په ګډون د نوموړو ریاستونو د کارمندانو د وړتیا لوړلو په موخه په لاره اچول شوی.

په دغه ورکشاپ کې د اوبو او انرژي وزارت د پلاوي له لوري د نوموړو ریاستونو کارمندانو ته د هایدرو میتیورلوژیکي سټیشنونو د ساتنې او څارنې او د معیاري ارقامو راټولولو او تحلیل په هکله روزنه ورکول کېږي.

ټاکل شوې ده، چې دغه روزنیز ورکشاپ څلور ورځي دوام ومومي.

User account menu