د دعوت او ارشاد روزنیز او اصلاحي سمینار د شیخ القرآن و الحدیث الحاج خلیفه دین محمد حفظه الله په ګډون ترسره شو

mew-admin
Sun, Sep 17 2023 5:13 PM
1

دغه سمینار چې د اوبو او انرژي وزارت په عمومي تالار کې ترسره شو، د دغه وزارت ټولو رئيسانو او کارمندانو ګډون درلود.

محترم شیخ القرآن و الحدیث الحاج خلیفه دین محمد حفظه الله د دغه روزنیز او اصلاحي  سمینار په بهیر کې د انسان د پیدایښت د موخو او د مسلمان انسان د مسؤلیتونو په هکله خبرې وکړې.

ښاغلي خلیفه دین محمد حفظه الله په خپلو خبرو کې د پیغمبر(ص) شتون د ټولو عالمیانو لپاره الهي رحمت وباله او د پیغمبر(ص) اطاعت یې د دنیا او آخرت د بریا راز وباله.

همدارنګه، هغه د انسان د پیدایښت موخه د خدای(ج) پېژندنه او عبادت وباله او د دیني علومو زده کړه، د پیغمبر(ص) د سنتو او سیرت په هکله دپوهاوی ترلاسه کول او پرې عمل کول د هر مسلمان لپاره اړین وبلل.

User account menu