د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې رئيس د ارغنداب له سیندیزې فرعي حوزې څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Wed, Sep 27 2023 10:11 AM
1

د اوبو او انرژي وزارت د کورنۍ پلټنې رئيس محترم مولوي عزیزالله سهار او ورسره مل ټیم د ارغنداب له سیندیزې فرعي حوزې څخه لیدنه وکړه او د نوموړې حوزې له رئيس محترم ملا سید محمد شرافت او کارمندانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د کورنۍ پلټنې رئيس د اسلامي نظام د ارزښت او اړتیا، له اسلامي نظام سره مخالفت او د سپکاوي د دبدو پایلو، تفتیش د اسلام له نظره، د تفتیش اهمیت او اړتیا، د کارمندانو د ښه ذهنیت جوړونې، ملي مسؤلیت او په کاري ساحه کې د مفتیشینو د صلاحیتونو ، مسؤلیتونو او دندو په هکله خبرې وکړې.

د دغې لیدنې په پای کې د ارغندب سیندیزې فرعي حوزې رئيس او کارمندانو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د کورنۍ پلټنې له رئيس سره شریک کړل او د هوارولو غوښتنه يې وکړه.

په ورته مهال، د کورنۍ پلټنۍ رئيس د ارغندب سیندیزې فرعي حوزې له رئيس او کارمندانو سره ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې او وړاندیزونه به د اوبو او انرژي وزارت له رهبري سره شریک کړي.

User account menu