د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره د اوبو او برېښنا په برخه کې د کندز ولایت د خلکو ستونزې او غوښتنې شریکې شوې

mew-admin
Sat, Oct 21 2023 3:40 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د آمو سیند د غاړو د تحکیماتو له رئيس او کارمندانو او د پنج آمو سیندیزې حوزې له عمومي رئيس  او کارمندانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د نوموړو حوزو رئیسانو او د کندز ولایت قومي مشرانو د اوبو او برېښنا په برخه کې د خلکو ستونزې او غوښتنې د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریکې کړې.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر په دغه لیدنه کې د نوموړو حوزو رئیسانو او د یاد ولایت قومي مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د اوبو او برېښنا په برخه کې به د دوی ستونزو ته په وخت سره رسیدګي وشي.

همدارنګه په دغه لیدنه کې، د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نوموړو سیندیزو حوزو مسؤلینو ته د چارو د غوره پرمخ وړلو په پار اړین هدایات ورکړل.

User account menu