د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نورستان له والي سره وکتل

mew-admin
Sat, Dec 23 2023 3:46 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د نورستان له والي محترم شیخ شیراحمد حقاني سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، په نورستان ولایت کې د اوبو او انرژي د پروژو د پلي کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د نورستان والي ته ډاډ ورکړ، چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره به د اوبو او برېښنا په برخه کې د نورستان ولایت د خلکو ستونز ته رسیدګي وشي.

User account menu