د اوبو معینیت اونیزه تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Thu, Mar 21 2024 12:59 PM
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده تر رهبري لاندې د اوبو سکتور د یو شمېر رئيسانو، سلاکارانو او متخصصینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د چکډمونو پروژو د څارنې، مدیریت او کیفیت د تضمین، د بندونو د ساتنې او مراقبتي پروژو د مدیریت او څارنې، د اوبو معینیت بېلابېلو ریاستونو او سیندیزو حوزو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ رامنځته کولو او د اوبو معینیت د یو شمیر اداري موضوعاتو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

په دغه ناسته کې د پورتنیو موضوعاتو په هکله بشپړ ګزارشونه وړاندې شول، اړوندو مسئولینو خپل اندونه وړاندې کړل او ورپسي د اوبو محترم معین د چارو د لاغوره ترسره کولو په موخه اړوندو مسئولینو ته اړینې لارښوونې وکړې

User account menu