کندهار ولایت کې د ظاهر شاهي کانال د ویجاړو شویو برخو د بیارغونې چارې پیل شوې

MEW-Media
Sat, Apr 06 2024 10:08 AM
1

د ارغنداب سیندیزې فرعي حوزې ریاست له لوري په کندهار ولایت کې د ظاهرشاهي کانال د هغو برخو د بیارغونې چارې، چې د تیرو سیلابونو له امله ویجاړې شوې وې، پیل شوې.

له بلې خوا، د دهلي بند هم پرچاو شو، چې له دې سره به په کندهار ولایت کې تر ډیره د کرنې لپاره د اوبو کمښت ستونزه هواره او د ځمکې لاندې اوبو کچه هم لوړه شي.

User account menu