د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس د پل اسلام آباد هایدرولوژي استیشن څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Tue, Apr 16 2024 9:26 AM
1

د لغمان سیندیزې فرعي حوزې رئیس مولوي شیرجان راشدي او ورسره مل تخنیکي ټیم د پل اسلام آباد هایدرولوژي استیشن څخه لیدنه وکړه، ارقام یې راټول کړل او د علیشنګ سیند په اوږدو کې د استنادي دېوالونو او سربندونو څخه چې د سیلابونو له خطراتو سره مخ دي لیدنه وکړه.

همدارنګه، د علیشنګ سیند په اوږدو کې له هغو سیمو څخه چې د سیلابونو له خطراتو سره مخ دي لیدنه وکړه او عامو ولسونو ته د سیلابونو د خطراتو په هکله پوهاوی ورکړل شو.

User account menu