د انرژي معینیت اونیزه اداري او تخنیکي ناسته ترسره شوه

mew-admin
Tue, May 07 2024 4:40 PM
1

دغه ناسته د اوبو او انرژي وزارت د انرژي معین محترم مولوي حمدالله زاهد تر رهبري لاندې د دغه معینیت د رئيسانو، سلاکارانو او یو شمېر تخنیکي مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دغه ناسته کې، له هېواد آکام شرکت سره د غور ولایت د برېښنا رسونې په پروژه کې د پانګونې د موضوع د خبرو اترو د وروستي کولو، د هېواد د انرژي پراختیا د پنځه کلن پلان په برخه کې د انرژي معینیت د ریاستونو د یو کلن اجراآتو د ارزونې او په چارو کې د لا زیاتو همغږیو د رامنځته کولو په هکله بحث او د اندونو تبادله وشوه.

د ناستې په بهیر کې، د انرژي پراختیا د پنځه کلن پلان د پلي کولو په برخه کې د هر ریاست فعالیتونه او لاسته راوړنې تر ارزونې لاندې ونیول شوې او وروسته د انرژي محترم معین اړوندو مسؤلینو ته د چارو د چټکتیا او غوره والي په موخه اړینې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.

User account menu