لغمان ولایت کې د څه باندې څلور میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه چکډم د جوړېدو چارې پيل شوې

mew-admin
Sun, May 12 2024 5:21 PM
1

د لغمان ولایت د مرکز اړوند د ګلارام په سیمه کې د 4.3 میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه چکډم د جوړېدو چارې د لغمان د مرستیال والي محترم مولوي اخترمحمد مزمل، د لغمان د سیندیزې فرعي حوزې رئیس محترم مولوي شیرجان راشدي او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې پيل شوې.

دغه چکډم د څلور مترو په ژوروالي او ۳۰ متره اوږدوالي سره د خوړو نړیوال سازمان په مالي لګښت د ایف، جې اې موسسې له لوري د لغمان د سنیدیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې جوړیږې، چې د چارو په بشپړېدو  سره به یې ۳۵۰۰ متره مکعب اوبه ذخیره شي.

د نوموړي چکډم چارې به د شپږ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

User account menu