د سمنګان ولايت د سينديزې فرعي حوزې نوى ريٸس همکارانو ته ور وپېژندل شو
محترم مولوي محب الله عادل د اوبو او انرژي وزارت د لزوم دید پر بنسټ د سمنګان ولایت د سیندیزې فرعي حوزې د نوې رئيس په توګه د یوې غونډې په ترڅ کې د سیمه ییزو مسؤلینو په شتون کې د شمال سیندیزې حوزې د عمومي رئیس محترم انجنیر رفیع الله مجتبی له لوري همکارانو ته ور وپېژندل شو.
د سمنګان ولایت د سیندیزې فرعي حوزې د نوي رئيس د پېژندلو په غونډه کې ، ښاغلي مجتبی په ادارو کې ادلون، بدلون یو اصل و ګاڼه او نوي ټاکل شوي رئيس ته یې د مبارکي ویلو ترڅنګ په ورسپارل شوو چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه.
همدغه راز، د سمنګان ولایت د سیندیزې فرعي حوزې نوې رئيس ژمنه وکړه، چې ورسپارل شوی مسؤلیت به په امانتداري او رښتینولي سره پرمخ یوسي.
د یادونې وړ ده، چې محترم مولوي محب الله عادل تر دې مخکې د بغلان ولایت د سیندیزې فرعي حوزې د رئيس په توګه دنده ترسره کوله.
