د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ارزګان له مرستیال والي سره په لیدنه کې وویل چې د آغاجان بند د پروژې چارې د دغه وزارت په لومړیتوبونو کې دي

mew-admin
Sun, Jul 14 2024 1:52 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د ارزګان له مرستیال والي محترم حاجي ملا باري ګل آخند سره وکتل او د آغاجان بند د پروژې په هکله یې بحث او د اندونو تبادله وکړه.

په دغه لیدنه کې،  د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د ارزګان مرستیال والي ته ډاډ ورکړ، چې د آغاجان بند پروژه د دغه وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري او اوسمهال چې د مطالعاتو د امکان سنجي لپاره یې بودجه منظوره شوې او د محترم عالیقدر  امیرالمؤمنین حفظه الله د مقام لارښوونه هم د نوموړې پروژې د پلي کولو لپاره شتون لري، له همدې کبله دغه وزارت هڅه کوي، چې چارې یې ډېر ژر پیل کړي.

User account menu