د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پکتیکا له مرستیال والي سره په هغه ولایت کې د اوبو او انرژي د پروژو د پلي کولو په هکله خبرې وکړې

mew-admin
Wed, Oct 16 2024 1:51 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د پکتیکا له مرستیال والي محترم مخدوم عبدالسلام سعادت سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د پکتیکا مرستیال والي په هغه ولایت کې د اوبو بندونو او سربندونو د پروژو د پلي کولو په برخه کې د وزارت د رهبري مقام د پاملرنې غوښتنه وکړه.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پکتیکا مرستیال والي ته ډاډ ورکړ، چې د اوبو او انرژي د پراختیایي پروژو د پلي کولو په برخه کې به هغه ولایت ته د شته امکاناتو په کتو سره رسیدګي وشي.

User account menu