د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پورتنۍ ارغندۍ د کلي او د کابل ولایت د ګلباغ ښارګوټي له مشرانو سره د اوبو او برېښنا په برخه کې د هغوی د ستونزو د هوارولو په هکله خبرې وکړې
د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پغمان ولسوالي د پورتنۍ ارغندۍ د کلي او د کابل ښار د شلمې ناحیې د ګلباغ ښارګوټي له مشرانو سره وکتل.
په دغه لیدنه کې، د پورتنۍ ارغندۍ د کلي مشرانو د اوبو بند او د استنادي دېوالونو د جوړولو په برخه کې خپل وړاندیزونه د اوبو او انرژي وزارت د رهبري له مقام سره شریک کړل، چې د وزارت د رهبري له لوري هغوی ته ډاډ ورکړ شو، چې شته امکاناتو ته په کتو سره به ورته رسیدګي وشي.
همدارنګه د ګلباغ ښارګوټې مشرانو په هغه سیمه کې په ورځني ډول د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو او د اوبو رسولو شرکتونو له لوري د نا قانوني ګټې اخیستنې په برخه کې خپلې ستونزې د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریکې کړې. د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هغوی ته ډاډ ورکړ، چې نوموړې موضوع ته به ډېر ژر رسیدګي وشي.