د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پورتنۍ ارغندۍ د کلي او د کابل ولایت د ګلباغ ښارګوټي له مشرانو سره د اوبو او برېښنا په برخه کې د هغوی د ستونزو د هوارولو په هکله خبرې وکړې

mew-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۷:۱۴
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د پغمان ولسوالي د پورتنۍ ارغندۍ د کلي او د کابل ښار د شلمې ناحیې د ګلباغ ښارګوټي له مشرانو سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د پورتنۍ ارغندۍ د کلي مشرانو د اوبو بند او د استنادي دېوالونو د جوړولو په برخه کې خپل وړاندیزونه د اوبو او انرژي وزارت د رهبري له مقام سره شریک کړل، چې د وزارت د رهبري له لوري هغوی ته ډاډ ورکړ شو، چې شته امکاناتو ته په کتو سره به ورته رسیدګي وشي.

همدارنګه د ګلباغ ښارګوټې مشرانو  په هغه سیمه کې په ورځني ډول د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو او د اوبو رسولو شرکتونو له لوري د نا قانوني ګټې اخیستنې په برخه کې خپلې ستونزې د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر سره شریکې کړې. د اوبو او انرژي سرپرست وزیر هغوی ته ډاډ ورکړ، چې نوموړې موضوع ته به ډېر ژر رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۵۰
Background image

په غزني ولایت کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو چارې ۳۵ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۸هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۳هـ ل

د غزني فرعي سیندیزې حوزې ولاړو اوبو رئیس او ورسره مل تخنیکي ټیم د یاد ولایت په ګیلان ولسوالي کې د شینکي ۹ کاریزونو د چکډمونو د چارو له بهیر څخه څارنه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۱۲
Background image

په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د نږدې ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۲۶ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۲۱ هـ ل

په فاریاب ولایت کې د چهلګزي چکډیم جوړونې پروژې چارې د شاوخوا ۳۷ زره آمریکایي ډالرو په لګښت د شیرین تګاب – میمنې فرعي سیندیزې حوزې له لورې پیل شوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر ولایت کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي دېوال پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۱هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶هـ ل

د لوګر فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقدیم لیاقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د مرکز اړوند پل‌علم کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي. . .

بیرته تګ

User account menu