د کابل د سیندیزې حوزې له عمومي رئيس سره د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې ستونزې شریکې شوې

mew-admin
Wed, Oct 23 2024 10:42 AM
1

د کابل د سیندیزې حوزې عمومي رئيس محترم انجنیر محمد عارف مومند لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس محترم ملا محمد اسماعیل آخندزاده او د دغه ریاست له تخنیکي سلاکار سره وکتل.

په دغه لیدنه کې، د لوګر د سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو خپلې کړنې او فعالیتونه تشریح کړل او همدارنګه یې خپلې ستونزې او وړاندیزونه هم د کابل د سیندیزې حوزې له عمومي رئيس سره شریک کړل.

همدغه راز، د کابل سیندیزې حوزې عمومي رئيس هغوی ته ډاډ ورکړ، چې  پر وخت سره به ستونزو ته رسیدګي وشي.

User account menu