غزني ولایت کې دوه کوچني ذخیروي بندونه د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mew-admin
Thu, Dec 12 2024 10:03 AM
1

د غزني ولایت په مقر او ګیلان ولسواليو کې د سه ګانسې او خوزیو کوچني ذخیروي بندونه د ۴ میلیونه، ۹سوه، ۸ زره او ۲۴ افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د سه ګانسه کوچني بند د ۴ متره په لوړوالي او د ۳۵ متره په اوږدوالي او د خوزیو کوچنی بند د ۵.۲ متره په لوړوالي او د ۵۷ متره په اوږدوالي سره جوړ شوی،چې دواړه بندونه د  ۶۹۲۰۰ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

د دغو بندونو چارې د اوبو او انرژي وزارت په مالي لګښت د غزني ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېدي، چې د چارو په بشپړېدو سره به یې  د ځمکې لاندې اوبه تغذیه شي.

User account menu