خوست ولایت کې د څلورو کاریزونو د چارو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه
د خوست د اوبو او انرژي ریاست مسؤلینو د خوست ولایت د مرکز او د اسماعیلخېلو او موسيخېلو ولسوالیو اړوند د غړومبي، د ورزې سیمې، لادور او د خورګوني کاریزونو د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
د نوموړو کاریزونو چارې چې د یونیسکو موسسې په مالي لګښت د خوست د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې پرمخ وړل کېږي، په ترتیب سره ۳۰، ۶۰، ۷۰ او ۳۰ سلنه پرمخ تللې دي.
