د اوبو او انرژي وزارت سرپرست د زابل ولایت له عمري بند څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Sat, Feb 08 2025 12:05 PM
1

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د زابل ولایت د اوبو او انرژي رئیس ملا عبدالکریم ذوالفقار په ملتیا د زابل ولایت له عمري بند څخه لیدنه وکړه او د نوموړي بند د ساتنې او پاملرنې په تړاو اړوندو مسؤولینو ته اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

د یادونې وړ ده چې د عمري بند پروژه د زابل ولایت مرکز قلات ښار په څلور کېلو متري کې شتون لري، چې د څه د پاسه ۱۲۷ میلیونه افغانیو په ټولیز ارزښت د موسمي سېلابونو د کنترول، د زراعتي ځمکو د خړوبولو او د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو د تقویې لپاره پلي شوی دی.

دغه بند د ۲۳ مترو په لوړوالي د ۲.۹ میلیونه مترمکعبه اوبو د ذخیره کولو او د ۶۱ کېلو واټه برېښنا د تولید ظرفیت درلودونکی دی، ۵۶۰ هکتاره زراعتي ځمکه د خړوبولو لاندې نیسي، چې زرګونه کورنۍ له هغه څخه برخمنې کېږي.

User account menu