د خوست ولایت د اوبو او انرژي رئيس د اوبو ۳۰ ټولنو له مشرانو سره وکتل

د خوست ولایت د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي عبدالقیوم ثابت د خوست ولایت د بېلابېلو سیمو د اوبو ۳۰ ټولنو سره مشرانو سره وکتل او د هغوی وړاندیزونه یې واورېدل.
همدارنګه، په دغه لیدنه کې د نوموړو اوبو ټولنو مشرانو ته د اوبو د حریم د ټاکلو او تثبیت، د اوبو پر سر د شخړو د هوارولو لپاره د پلان جوړولو او د اوبو تاسیساتو له حریم څخه د ساتنې په موخه اړینې لارښوونې وشوې.