پکتیکا ولایت کې د اوبو حوض او کانال رغنیزې چارې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي

mew-admin
Tue, Apr 22 2025 3:32 PM
1

د پکتیکا ولایت د اوبو او انرژي ریاست تخنیکي ټیم د دغهٔ ولایت د اومني ولسوالي د اته خونې کلي کې د اوبو حوض او کانال د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه.

نوموړې پروژې د یو، اېن، ډي، پي مؤسسې لخوا د ۳ میلیونه او ۳۲۳ زره او ۸۷۹ افغانیو په ارزښت د پکتیکا ولایت د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې ترسره کېږي او چارې یې ۵۰ سلنه پرمخ تللې دي.

User account menu