د انرژي د سپما او اغېزمنتیا په هکله د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د اوبو او انرژي وزارت له لوري د عامه پوهاوي برنامه وړاندې شوه

mew-admin
Sun, Aug 03 2025 2:53 PM
1

په دغه برنامه کې د انرژي د سپما د مناسبو ‌لارو، چارو په هکله د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له کارمندانو سره اړین معلومات شریک شول.

همدارنګه د برنامې په دوام کې د اوبو او انرژي وزارت د پایدارې انرژي د عمومي ریاست تر چتر لاندې د انرژي د اغېزمنتیا او ساتنې ریاست کارمندانو هر یو انجنیر منصورالرحمن عبدالحی د انرژي اغېزمنتیا آمر، اسماء الله مجدي د انرژي اغېزمنتیا د عامه پوهاوي کارپوه او انجنیر صدیق الله ځلاند د انرژي اغېزمنتیا اقتصادي کارپوه، د پرزینټېشن په وړاندې کولو سره په بشپړه توګه د انرژي مدیریت، د انرژي د سرچینو ساتنې، چاپیریال ساتنې، د انرژي د سپما ارزښت او د سپما تګلارې اړوند معلومات ګډونوالو ته وړاندې کړل او د یادې برنامې د وړاندې کولو موخه یې له انرژي څخه په سمه توګه ګټه اخیستنه او عامه پوهاوی وباله.

د یادونې وړ ده، چې د انرژي سپما د عامه پوهاوي برنامې د اقتصادي کمیسیون 20/9/1445 نېټې 13 ګڼې مصوبې دوهم بند د تحقق په موخه له پلان سره سم د اوبو او انرژي وزارت لخوا مخکې له دې په څو وزارتونو کې ترسره شوې او په راتلونکي کې به هم دوام ومومي.

User account menu