د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین د ترکیې په هېواد کې د بندونو د ډیزاین له شرکتونو څخه لیدنه وکړه

mew-admin
Thu, Aug 07 2025 9:53 AM
1

پرون چهارشنبه ( ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري میاشتې ۱۵مه) د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین محترم مجیب الرحمن عمر آخندزاده او لهٔ مل پلاوي سره د ترکيې په انقرې ښار کې د بندونو د ډيزاین له شرکتونو څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي آخندزاده په دغهٔ لیدنهٔ کې د ډولسر(DOLSAR) ترکي شرکت له رئیس ښاغلي H.Irfan aker سره هم ولیدل، د نوموړي شرکت رئیس او تخنیکي همکارانو د بندونو، کانالونو او اوبو رسونې د ډیزاین په هکله مفصل معلومات وړاندې کړل.

دغهٔ ترکي شرکت په افریفایي او آسیايي هېوادونو کې د بندونو په ډیزاین او تطبیق کې ۳۷ کلنه کاري تجربه لري.

ښاغلي آخندزاده د شرکت رئیس ته په افغانستان کې د پانګونې، د پروژو تطبیق او د بشپړ امنیت په هکله ډاډ ورکړ، ترڅو هغوی په راتلونکي کې د افغانستان د اوبو او انرژي پروژې ډیزاین او تطبیق کړي.

ښاغلي ډولسر په دې تړاو د پوره همکاري ژمنه وکړه.

User account menu