میدان وردګ ولایت کې د اوبو د کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د نږدې درې میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

MEW-Media
Thu, Sep 18 2025 8:55 AM
1

د میدان وردګ ولایت د سید آباد ولسوالي اړوند د پيرون په کلي کې د اوبو د کوچني ذخیروي بند جوړولو چارې د ۲ میلیونه ۶ سوه او ۴۸ زره افغانیو په لګښت د دغه ولایت د والي محترم الحاج ملا خیرالله خیر خواه او د اوبو او انرژي رئيس محترم مولوي عبدالصمد حلیم او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

د دغې پروژې په پرانیست غونډه کې د میدان وردګ والي وویل، چې د خوښي ځای دی چې د اوبو  د مدیریت په برخه کې پروژه پيل کوو، دا چې اړتیاوې ډیرې او امکانات کم دي، د ولسونو په همکاري به په پوره توان او اخلاص سره د دې ولایت د خلکو ستونزې، غوښتنې او اړتیاوې د ا.ا.ا له مشرانو سره شریک کوم، تر څو د خلکو او ولایت لپاره د بیارغونې پروژې پلي کړو.

د میدان وردګ د اوبو او انرژي رئيس وویل، چې دغه بند د ۳۶.۵ متره په اوږدوالي او د ۷ متره په لوړوالي سره جوړیږي، چې د ۱۸۷۵ متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا به ولري.

دغه بند د افغانستان د اسلامي امارت په مالي لګښت د میدان وردګ د اوبو او انرژي ریاست تر څارنې لاندې جوړیږي، چې د دوو میاشتو په موده کې به بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

 

 

 

User account menu