اوبو او انرژي وزارت کې په (ورځنیو چارو کې د اوبو سپما) تر سرلیک لاندې د پوهاوي ورکولو برنامه دائره شوه

MEW-Media
Mon, Oct 27 2025 2:18 PM
۱

دغه برنامه د اوبو او انرژي وزارت د مالي او اداري عمومي ریاست تر چتر لاندې د کارکوونکو چارو ریاست له لوري د اوبو رسولو، اوبولګولو او کانالیزاسیون ریاست په همکاري سره د ۱۴۰۴ هـ ل کال د لړم د میاشتې په ۵ نېټه د وزارت د غونډو په عمومي تالار کې جوړه شوه.

په دغه برنامه کې، د هېواد له اوبیزو سرچینو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او د اوبو د بې ساري لګښت د مخنیوي په کمولو کې د کارمندانو پر رول باندې ټینګار وشو. د برنامې ویناوالو د هېواد د ځمکې لاندې اوبو کچې د اندېښنې وړکمښت او د څښاک او کرنې اوبو پر چمتو کولو باندې د هغې پایلو ته په اشارې سره، په کاري چاپیریال او ورځني ژوند کې د اوبو د سپما لپاره علمي او عملي حل لارې وړاندې کړې.

د دغه برنامې د جوړولو موخه، د اوبو اغېزمن لګښت د مدیریت په برخه کې د کارمندانو د پوهاوي کچې لوړولو او په دولتي بنسټونو کې د اوبو سپما د کلتور ترویجول وبلل شوه.

User account menu