د جوي سرای ولسي تحکیماتي پروژه پیل شوه.

mew-admin
Mon, Dec 01 2025 11:59 AM
1

 

د «جوي سراي» ولسي تحکيماتي پروژه، چې موخه یې  د آمو سيند د فرعي اوبو چينل بندول دي، د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي د جوي سراي کلي کې د ولسوالي د مسؤولینو، د تحکيماتو آمريت، قومي مشرانو او سيمه ييزو اوسېدونکو په شتون کې پرانيستل شوه.

دغه پروژه د جوزجان د ولايتي چارواکو، د شور تپې د خلکو او د آمو سيند د سواحلو د تحکيماتو رياست په همکاري د کلفت ساحوي دفتر له‌ خوا په ۸۷۴ متره اوږدوالی، ۶ متره پلنوالی او ۳ متره لوړوالې د خاورین بند په بڼه پلې کېږي، د پروژې اساسي موخه د آمو سيند بېرته خپل اصلي مسیر ته ګرځول او د سيند د تخریب مخنیوی یاد شوی.

د پروژې له بشپړېدو سره تمه ده چې زرګونه جریبه ځمکه او طبيعي ځنګلونه خوندي شي او د جوي سراي د کلي سلګونه د استوګنې کورونه د آمو سيند له مستقیم ګواښ څخه وژغورل شي.

د قرقین ولسوالي اوسېدونکو او مسؤولینو د پروژې له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او د نورو تحکيماتي پروژو د پلي کېدو غوښتنه یې وکړه، څو د ولسوالي کرنیزې ځمکې او استوګنځي  د آمو سيند له احتمالي تخريب څخه خوندي پاتې شي.

User account menu