د جوي سرای ولسي تحکیماتي پروژه پیل شوه.

mew-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۱:۵۹
1

د «جوي سراي» ولسي تحکيماتي پروژه، چې موخه یې  د آمو سيند د فرعي اوبو چينل بندول دي، د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالي د جوي سراي کلي کې د ولسوالي د مسؤولینو، د تحکيماتو آمريت، قومي مشرانو او سيمه ييزو اوسېدونکو په شتون کې پرانيستل شوه.

دغه پروژه د جوزجان د ولايتي چارواکو، د شور تپې د خلکو او د آمو سيند د سواحلو د تحکيماتو رياست په همکاري د کلفت ساحوي دفتر له‌ خوا په ۸۷۴ متره اوږدوالی، ۶ متره پلنوالی او ۳ متره لوړوالې د خاورین بند په بڼه پلې کېږي، د پروژې اساسي موخه د آمو سيند بېرته خپل اصلي مسیر ته ګرځول او د سيند د تخریب مخنیوی یاد شوی.

د پروژې له بشپړېدو سره تمه ده چې زرګونه جریبه ځمکه او طبيعي ځنګلونه خوندي شي او د جوي سراي د کلي سلګونه د استوګنې کورونه د آمو سيند له مستقیم ګواښ څخه وژغورل شي.

د قرقین ولسوالي اوسېدونکو او مسؤولینو د پروژې له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او د نورو تحکيماتي پروژو د پلي کېدو غوښتنه یې وکړه، څو د ولسوالي کرنیزې ځمکې او استوګنځي  د آمو سيند له احتمالي تخريب څخه خوندي پاتې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۵۱
Background image

په لوګر ولایت کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي دېوال پروژې چارې ۳۰ سلنه بشپړې شوې دي

۱۴۴۸/۱/۲۱هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶هـ ل

د لوګر فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالقدیم لیاقت عمر او ورسره مل تخنیکي ټیم د مرکز اړوند پل‌علم کې د کمال‌خېلو کانال د څنډو د ټینګښت استنادي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۲۵
Background image

په غزني ولایت کې د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۲۱ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۱۶  هـ ل

د غزني ولاړو اوبو فرعي سیندیزې حوزې رئيس محترم مولوي عبدالغفار آخندزاده او ورسره مل تخنیکي ټیم د سلطان بند د حفظ او مراقبت پروژې د چارو له بهیر څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۶:۱
Background image

په پکتیکا ولایت کې د دوو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې

۱۴۴۸/۱/۱۳ هـ ق مطابق ۱۴۰۵/۴/۸ هـ ل

د پکتیکا ولایت په یوسف‌خېلو او زیړوک ولسوالیو کې د ملخ او زیړوک اوبولګولو کانالونو د رغونې چارې د ۲۱ نیم میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.

ملخ کانال. . .

بیرته تګ

User account menu